د مېرمنو اختطاف، صحرايي نیونې او جبري تری‌تم کول، نه د توجیه وړ دي او نه د زغم.

د افغانستان آزادۍ جبهه

د مېرمنو اختطاف، صحرايي نیونې او جبري تری‌تم کول، نه د توجیه وړ دي او نه د زغم.

نېټه: ۲۷مه چنګاښ/سرطان – ۱۴۰۴ لمریز

د طالبانو ترهګرې ډلې د خپلو غیر بشري جنایتونو په دوام یو ځل بیا د افغانستان د ښځو پر حرمت تیری کړی او یو نه بخښونکی جرم یې تر سره کړی دی. باوري راپورونه ښيي وروستیو ورځو کې طالب ملېشو په پلازمېنه کابل کې یو شمېر مېرمنې اختطاف کړې او ځورولې دي. دا عمل د ښځو انساني کرامت، اخلاقي ارزښتونو، بشري حقونو او د افغانستان دیني/فرهنګي ارزښتونو ته ښکاره سپکاوی دی. آزادۍ جبهه دغه ظالمانه او غیر انساني عمل په کلکو ټکو غندي.

د افغانستان آزادۍ جبهه د طالبانو جنایت‌کارې ډلې پر ضد خپلو هدف‌مندې مبارزې ته په دوام، لاندې ټکي له خلکو او نړۍ‌والو سره شریکوي:

۱. پر انساني کرامت، ټولنیز حیثیت، اساسي حقونو او د ښځو پر فردي حریم تیری، نه مشروع دی، نه توجیه کېدای شي، او نه زغمل کېدای شي. موږ به د طالب ترهګرو دغو بشري ضد او جنایت‌کاره کړنو په مقابل کې په پوره توان سره ودریږو.

۲. دا ډول سیستماتیک ظلمونه، د طالبانو د هدفي سیاست برخه ده چې غواړي د ښځو وقار، غرور او ټولنیز ارزښت تر پښو لاندې کړي او د ځانګړو قومي او ژبنیو ډلو په وړاندې د تحقیر چلند وکړي. دا اعمال به یوازې د ټولنې د وګړو تر منځ واټن لا ژور کړي، بې‌باوري به خپره کړي او ملي یووالی به لا پسې کمزوری کړي.

۳. له دې وروسته د طالب جنګي ترهګرو سربېره د دوی د “امر بالمعروف او نهی عن المنکر” نومي ادارې غړي او کارکوونکي هم د آزادۍ جبهې د چریکي ځواکونو لپاره مشروع نظامي اهداف دي. د داسې غیر انساني کړنو مستقیم مسؤولیت د عاملینو او د دوی د آمرینو پر غاړه دی او خپل ځواب به هرومرو ترلاسه کوي.

۴. د افغانستان له درنو خلکو څخه صمیمانه هیله کېږي چې د خپل ځان د خوندیتوب لپاره د طالبانو ترهګرې ډلې اړوند مراکزو، غونډو، پوستو او وسایطو ته له نږدې کېدو جدي ډډه وکړي. د طالبانو د امر بالمعروف ملېشې دې باخبره او پوه و اوسي چې نور به د افغانستان آزادۍ جبهې د زړورو چریکانو له غبرګون او غورځنګ څخه خوندي نه وي.

د افغانستان آزادۍ جبهه د خپل مظلوم او برمته اولس، په ځانګړي ډول د وطن د خپلواکو او غیرتي مېرمنو تر څنګ درېدل او له وقار څخه یې دفاع، خپل مسئولیت ګڼي او هم‌مهاله په ټولو نړیوالو بنسټونو غږ کوي چې د طالب ترهګرو د جنایت په وړاندې سکوت د هغوی په جرم کې د مشارکت په مانا حسابېږي.

د افغانستان ازادۍ جبهه

به اشتراک بگذارید
ادمین وبسایت
ادمین وبسایت
مقالات: 128

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *