د افغانستان د آزادی جبهې اعلامیه

د افغانستان د آزادی جبهې اعلامیه
۱۱م قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

ګرانو هېوادوالو!
په دې سختو ورځو کې له هر وخت ډېر د یووالي، همدردۍ او ګډ احساس اړتیا لرو. زموږ ګډ وطن د افراطیت او ترهګرۍ د هیولا په خوله کې لوېدلی دی. په تېرو څلورو کلونو کې نږدې لس میلیونه هموطنو دې ته اړ شوي چې خپل وطن پرېږدي او په دوامدارې آوارګۍ او نه ختمېدونکو کړاوونو کې ژوند تېر کړي. همدارنګه، میلیونه نور هېوادوال چې دننه په هېواد کې دي، د طالبانو تر ظالمانه حاکمیت لاندې له ټولو بشري حقونو بې‌برخې شوي دي. بې‌وزلي، بېکاري او بېچارګي په ټولنه کې په بې‌ساري ډول خپره شوې او استبداد ورځ تر بلې ریښې غځوي.

د طالبانو جهنمي امارت خپله بقا په زور، سرکوب، تبعیض، دوکه او توطیو کې لټوي. په اوسنیو شرایطو کې د قومونو، مذهبونو او ژبو ترمنځ هر ډول تضاد، شخړه او د اختلاف اور بلول یوازې او یوازې د طالبانو د واک ټینګښت ته خدمت کوي او د خلکو درد او رنځ نور هم ډېرولای شي.

د افغانستان د آزادی جبهه د هېواد له وروستیو پېښو او تحولاتو نږدې څارنه کوي او لاندې ټکي په جدي توګه ټینګار کوي:

۱- افغانستان د طالبانو تر واک لاندې زموږ د خلکو ستر زندان او د نړیوالو ترهګرو او تندلارو لپاره خوندي پناه ځای دی. قومي، ژبني او مذهبي توپیرونه د افغان ټولنې نه‌ردېدونکي واقعیتونه دي. په داسې شرایطو کې د آزادۍ لپاره مبارزه او د هېواد د مالکیت حق بېرته خلکو ته سپارل، زموږ د ټولو تر ټولو لومړیتوب او ګډ مسئولیت دی. له یو بل سره بې‌ځایه او بې‌ګټې شخړې، په ځانګړي ډول په ټولنیزو رسنیو کې، د طالبانو په ګټه او د هغوی د جنایتکارانه ماشین د فعالیت تسهیل دی. موږ یوازې هغه وخت کولای شو چې د یو نوي ټولنیز قرارداد تر چتر لاندې د تفاهم نقطې ولټوو، کله چې هېواد له طالباني اسارت څخه آزاد شي. یو داسې قرارداد چې زموږ فرهنګي او مذهبي توپیرونه په رسمیت وپېژني او موږ د هوساینې، پرمختګ او ګډ برخلیک په لور د یو ملت په توګه تعریف کړي. نو ځکه، په اوسني حالت کې د هر هغه بحث کولو اړتیا نشته چې د طالبانو له ظلم او جنایتونو پرته بل لوري ته ولاړ شي، ځکه دا کار یوازې د طالبانو په ګټه تمامېږي.

۲- د جمهوریت په شل کلونو کې د نړیوالې ټولنې حضور افغانستان ته ستر فرصتونه برابر کړل. په همدې موده کې د هېواد د دفاع او ارزښتونو د ساتنې لپاره ګڼ شمېر اتلانو خپل ژوند قرباني کړ. د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین د هېواد ریښتیني زامن دي، چې په خپلو قربانیو یې وطن‌پالنه او صداقت ثابته کړې ده. د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو برید یو نه‌بخښونکی جنایت دی، خو د یو فرد عمل د یوې سترې ټولې ډلې یا پخوانیو امنيتي ځواکونو ټولو غړو ته منسوبول او یا د جرم تړل د هغه د قوم، اصل یا د دندې ځای سره، کار ناسم، ظالمانه او غلط دی.

د افغانستان د آزادی جبهه، ټولې جبهې، سازمانونه، سیاسي او مدني حرکتونه، شخصیتونه او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي چې د طالبانو مخالفین دي، د وحدت، یووالي، همغږۍ او ګډ دریځ بلنې ته رابولي. دغه جبهه به د آزادۍ، برابري او د افغانانو د غرور او وقار د بېرته راژوندي کولو لپاره خپله مبارزه او هڅې د بري تر ورځې پورې دوام ورکړي.

د افغانستان د آزادی جبهه

به اشتراک بگذارید
ادمین وبسایت
ادمین وبسایت
مقالات: 148

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *